د سټنډرډ ملي ادارې رهبري غونډه ترسره شوه

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۰:۴۵
د سټنډرډ ملي ادارې رهبري غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبري غونډه د یو لړ موضوعاتو په هکله جوړه شوه. په دغه غونډه کې د ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم ، د ادارې تخنیکي مرستیال ، د دفتر رئیس او د اړوندو شعباتو رئیسانو او امرینو ګډون کړی و. غونډه د قران عظیم شان په آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
پیل کې د ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم ټولو کارمندانو څخه د دوی هڅو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په خپلو کارونو ته لا زیات متوجې شي او کوښښ وکړي چې ټول شعبات یو بل سره ښه هماهنګي او همکاري ولري دا به ستاسو کارونو کې چټکتیا او پرمختګ سبب شي.
په ادامه کې د ادارې عمومي رئیس لخوا  لازمې سپارښتنې ټولو ته وشوي. غونډه د ادارې تخنیکي مرستیال الحاج مولوي محمد اصف په اختتاميه دعا ویلو سره پای ته ورسیدله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې رهبري غونډه ترسره شوه