د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس په هرات ولایت کې د انصار او اسیا نفتي موادو د تصفیې یو شمېر کارخانو نه لیدنه وکړه .

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۲:۳۸
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس په هرات ولایت کې د انصار او اسیا نفتي موادو د تصفیې یو شمېر کارخانو نه لیدنه وکړه .

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله "تمیم" په هرات ولایت کې د نفتي موادو یو شمېر کارخانو نه لیدنه وکړه. دغه بهير  په هېواد کې د نفتي توکو کيفيت د معياري کولو او ثبات په موخه په لاره اچول شوى دی، چې په هرات ولايت کې د نفتي توکو دوه تصفیه مرکزونو نه لیدنه وشوه. د سټنډرډ ملي اداره هڅه کوي چې هېواد د بندرونو په اداره کولو سره د هېواد بازارونو ته د ټيټ کيفيت نفتي توکو د عرضې مخه ونيسي، د پلور او نفتي موادو د تصفيې له مرکزونو په دوامداره توګه څارنه او لیدنه وکړي وکړي. په یاد کتنه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس دغو تصفیه خانو رئیسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس په هرات ولایت کې د انصار او اسیا نفتي موادو د تصفیې یو شمېر کارخانو نه لیدنه وکړه .