د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري چارو نوی رئیس معرفي شو

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۲:۳۵
د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري چارو نوی رئیس معرفي شو

محترم مولوي محمد عبدالله السیف د  سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري رئیس په توګه رسماً معرفي شو. د سټنډرډ ملي ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عطاالله فرید ,دفتر رئیس  مولوي وحید احمد بدري, د مطابقت او ارزونې  رئیس مفتي فضل الرحمن منصور د دعوت ارشاد رئیس مفتي نور احمد او د اړوندو شعباتو مسؤلینو ګډون کړی وو. د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئيس د مولوي محمد عبدالله السیف د تقرر فرمان د لوستلو پر مهال په دولتي بستونو کې تغير او تبديل يو مهم اصل وباله او نومړي ته يې په چارو کې د برياليتوب هيل وکړه
.معرفت غونډه د مفتي نور احمد  په دعا سره پای ته ورسېدله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري چارو نوی رئیس معرفي شو