د سټنډرډ ملي ادارې ویاند ښاغلي عاشق الله وزیري د کابل پوهنتون له عمومي رئیس سره وکتل.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۱:۶
د سټنډرډ ملي ادارې ویاند ښاغلي عاشق الله وزیري د کابل پوهنتون له عمومي رئیس سره وکتل.

د سټنډرډ ملي ادارې ویاند او د اطلاعاتو او عامه اړیکو امر  عاشق الله وزیری د کابل پوهنتون له رئیس محترم اسامه عزیز سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل. د دې ناستې موخه په هېواد کې د معیاري کولو د فرهنګ د ودې او عامه پوهاوي په برخه کې د لا ښه ارتباط او د همکارۍ د روحیې رامنځته کول وو.
د سټنډرډ ملي ادارې ویاند په ټولنه کې د معیاري کولو پر اهمیت هراړخیز خبرې وکړې او ویې ویل: د ستندرد ملي اداره د معیاري کولو د پروسې د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د هغه د فرهنګ د بنسټیز کولو په برخه کې پراخ پروګرامونه لري، چې دا پروګرامونه لا ښه دي. د ټولو څانګو په ځانګړې توګه د هیواد د اکاډمیکو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.د کابل پوهنتون رئیس محترم اسامه عزیز ښاغلي وزیري ته ښه راغلاست ووایه او د  سټنډرډ ملي ادارې د وروستیو فعالیتونو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې ویاند ښاغلي عاشق الله وزیري د کابل پوهنتون له عمومي رئیس سره وکتل.