د لومړي ځل لپاره د سټنډرډ ملي ادارې لس زره ټنه څخه زیات غیر معیاري اوسپنیز توکي ( ګاډر انګلارن او سی چینل) په اسلام کلا بندر کې مسترد شول

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۰:۱۶
د لومړي ځل لپاره د سټنډرډ ملي ادارې لس زره ټنه څخه زیات غیر معیاري اوسپنیز توکي  ګاډر انګلارن او سی چینل په اسلام کلا بندر کې مسترد شول

د سټنډرډ ملي ادارې په یوه بې ساري اقدام کې د اسلام کلا په بندر کې څه باندې (10)زره ټنه وارداتي اوسپنه چې له ملي معیارونو سره په ټکر کې وه، بېرته مسترد کړې ده. دا اوسپنې چې ګاډر، سی چینیل او انګلارن پکې شامل دي. د سټنډرډ ملي ادارې د مسلکي انجینرانو لخوا د لابراتوار ازموینې وروسته ، پایله منفي تایید شوه او بیرته مسترد کړل شول.
د سټنډرډ ملي اداره په هیواد کې د ساختماني سکتور معیاري کولو ته ژمنه ده او په هیواد کې د ساختماني موادو  د کیفیت د ثبات او کنټرول په برخه کې جدي او قاطعانه عمل کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د لومړي ځل لپاره د سټنډرډ ملي ادارې لس زره ټنه څخه زیات غیر معیاري اوسپنیز توکي ( ګاډر انګلارن او سی چینل) په اسلام کلا بندر کې مسترد شول