د (ITC) له خوا د (ISO 17025) سټنډرډ په اړه څو ورځنی زده کړیز پروګرام په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شو.

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۹:۵۷
د ITC له خوا  د ISO 17025 سټنډرډ په اړه څو ورځنی زده کړیز پروګرام په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شو.

د (۱۳۹۸ هـ ش) کال د لړم میاشتې په (۲۷ او ۲۸) نېټه د (ITC) یا د سودارګرۍ د نړیوال سازمان له خوا  د (ISO 17025) سټنډرډ په اړه څو ورځنی زده کړیز پروګرام د سټنډرډ ملي ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شو.

په دغه پروګرام کې د انسا ادارې د رییسانو او تخنیکي کار کوونکو سربېره د عامې روغتیا او کرنې او مالدارۍ وزارتونو، د افغانستان د وچې مېوې، سبزۍ او ممیزو د صادراتو د پراختیا ریاست، د بلخ او هرات ولایتونو د خصوصي سکټور او د یو شمېر نورو هغو بنسټونو استازو په کې برخه درلوده چې د کیفیت د تضمین اړوند فعالیت ترسره کوي. دغه پروګرام د مطابقت ارزونې او د سټنډرډونو د تدوین د رییسانو په وینا سره پیل شو.

د دې زده کړیز پروګرام موخه د لابراتوارونو د فعالیت اړوند، د لابراتوار د سېسټم د عیارولو او د لابراتوار او د (۱۷۰۲۵) سټنډرډ د ترویج په اړه د مسلکي کارکوونکو د وړتیا لوړل وو چې دوه ورځې یې دوام وکړ.

د (ISO 17025) نړیوال سټنډرډ چې د پراخه مخینو په پایله کې چمتو شوی دی د لابراتواري ازمېیښتونو او عیارولو ټولیزې اړتیاوې پوره کوي. دا په خپله دا ثابتوي چې ایا د کیفیت کوم سېسټم کارول شوی دی او کنه؟ او دا سټنډرډ له فني اړخه د معتبرو پایلو صلاحیت لري.

دا زده کړیز پورګرام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سټنډرډ ملي ادارې هم د (ISO 17025) سټنډرډ په اړه دا ډول زده کړیز پروګرامونه ترسره کړي دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د (ITC) له خوا د (ISO 17025) سټنډرډ په اړه څو ورځنی زده کړیز پروګرام په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شو.