په سټنډرډ ملي ادارې کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجراأتو ارزونې روزنیزه برنامه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۰:۴۹
په سټنډرډ ملي ادارې کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجراأتو ارزونې روزنیزه برنامه ترسره شوه

یاده برنامه د ا.ا.ا د اداري اصلاحاتو ادارې له لوري، د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو چارو امریت په همکارۍ جوړه شوې وه.

په دې برنامه کې د سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو مرستیال محترم مولوي عطاءالله فرید، ددې ادارې د کارکوونکو چارو امر محترم مفتي فضل الرحمن منصور، د اداري اصلاحاتو ادارې د حقوقي چارو او ملکي خدماتو پالیسیو مرستیال محترم عزت الله امان، د کارکوونکو د اجرااتو ارزونې متخصصین او د سټنډرډ ملي ادارې د بېلابېلو برخو لسګونو کارکوونکو ګډون درلود.

په پیل کې، د کارکوونکو چارو آمر محترم مفتي فضل الرحمن منصور د اداري اصلاحاتو ادارې د پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او د کارکوونکو د اجرااتو ارزونې پروسه یې د ادارې د چارو د ښه والي او د کارکوونکو د ستونزو د حل لپاره مهم ګام وباله.

ددې برنامې په لړ کې د حقوقي چارو او ملکي خدماتو پالیسیو مرستیال محترم مولوي عزت الله امان د ملکي خدماتو ادارې د کارکوونکو د اجرااتو ارزونې پروسې پر اهمیت خبرې وکړې او دا ارزونه یې د کارکوونکو د فعالیتونو د موثریت او ښه والي لپاره ګټوره وبلله.

همداراز، د کارکوونکو د اجرااتو ارزونې متخصصینو د ارزونې د قانوني چوکاټ، اړینو اسنادو او د ارزونې د پروسې په اړه یو هر اړخیز پریزنټیشن وړاندې کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي ادارې کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجراأتو ارزونې روزنیزه برنامه ترسره شوه