په هېواد کې په لومړي ځل د ساختماني موادو لابراتوارو پرانیستل شو

admin_omid
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۴:۱۹
په هېواد کې په لومړي ځل د ساختماني موادو لابراتوارو پرانیستل شو

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي او ورسره مل پلاوی د سټنډرډونو د تدوین رییس، د پلان او پالیسۍ رییس او د یادې ادارې اړوند ځینې نور غړي د (۱۳۹۸/ چنګاښ/۲۳) نېټه په لومړي ځل د ساختماني موادو د لابراتوارونو د پرانیستلو لپاره ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

د ننګرهار په ولایت مقام کې پر همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت والي سید شاه محمود میاخېل، د سوداګرۍ خونې د مشورتي بورډ رییس ډاکټر مخلص احمد، قومي مشرانو او سودا ګرو برخه درلوده.

د دغې غونډې په پیل کې والي میاخېل د انسا ادارې تخنیکي مرستیال او کارکوونکو ته ښه راغلاست و وایه او ویې ویل چې کیفیت، مقاومت، دوام او سټنډرډ په نړۍ کې یوه مهمه موضوع ده چې له بده مرغه زمونږ په هېواد کې تولیدات او واردات معیاري نه دي.

ښاغلي میاخېل د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي ظرفیت په لوړېدلو خوښي وښوده او په وینا یې چې د خوښۍ ځای دی چې ننګرهار له هغو ولایتونو دی چې په لومړي ځل په کې لابراتوار پرانیستل شو. نوموړي په اقتصادي برخه کې د ننګرهار ولایت چې یو له وارداتي ولایتونو څخه دی، د خوارا زیات ارزښت وړ وباله.

والي پر سېسټم جوړوني تاکید وښود او په خبره یې چې له موجودو امکاناتو په ښه توګه ګټه واخیستل شي او سېسټم د فساد د ایجاد سبب ونه ګرځي. هغه د هېواد د راتلونکي لپاره د سېسټم جوړول ارزښتناک وبلل او پر امنیت او ښاریانو یې اغېز مهم وباله.

د دې ترڅنګ د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال دغه اداره پالیسي جوړونکې اداره یاده کړه او په وینا یې چې مونږ اساسات، اصول او پالیسي ایجادوو. نوموړي د کیفیت د کنټرول موضوع اړینه وبلله او په خبره یې چې د انسا نوې رهبري هڅه کوي، څو له مصرف کوونکو څخه د ملاتړ او د کیفیت د کنټرول په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. هغه زیاته کړه د نړیوالو ژمنو په اساس به د سټنډرډ ملي اداره کله هم د سوداګرۍ لپاره غیر اړین خنډونه را منځ ته نه کړي.

ښاغلي صدیقي د لابراتوارونو سېسټم جوړول یو مهم کار وباله او په خبره یې چې د ننګرهار د محلي ادارې د سېسټم منلو حس د دې لامل وګرځېد چې د یادو لابراتوارونو پرانیستل له دغه ولایت څخه پیل کړو. نوموړي په دې برخه کې د ټولو ادارو همکاري اړینه وبلله او ویې ویل چې راځئ له یو بل سره په مرسته هېواد ته د بې کیفیته موادو د واردولو مخنیوی وکړو.

د دغې غونډې په اوږدو کې د سوداګرۍ خونې د مشورتي بورډ رییس هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل چې غوره کیفیت او سالم چاپېریال قوي ارادې او کار ته اړتیا لري او د انسا اداره په یواځې توګه نه شي کولای چې کاروونه په ښه ډول مخ ته یوسي او له امنیتي ارګانونو څخه یې هیله وښوده څو په قاچاقي ډول د موادو له واردولو څخه مخنیوی وکړي.

یاده غونډه د خاتمې په دعا پای ته ورسېده او د سټنډرډ ملي ادارې استازو د محلي رسنیو، قومي مخورو، سوداګرو او مېلمنو په وړاندې په ننګرهار ولایت کې په رسمي ډول د ساختماني موادو لابراتوار پرانیست.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

په هېواد کې په لومړي ځل د ساختماني موادو لابراتوارو پرانیستل شو