د سټنډر‌ډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم پیغام د کابل پوهنتون محصیلنو او د هیواد علمي کدرونو ته

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۴:۵۳
د سټنډر‌ډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم پیغام د کابل پوهنتون محصیلنو او د هیواد علمي کدرونو ته

الحمدالله یقینا د خوشحالی ځای دی چې د یو سوچه اسلامي نظام تر چتر لاندې په مامونه فضاء او ماحول کې د خپل ګران هیواد په یو ستر علمي مرکز کې ددې هیواد د سترو قدرونو او علمي شخصیتونو سره په یو داسي پروګرام کې برخوال یم چې د هیواد د ترقۍ او آبادۍ څرګندونه راته کوي .
لله الحمد چې هیواد مو  یوځل بیا د زیاتو اوږدو تاریکیو او ناخوالو تیرولو او زغملو  وروسته د آبادۍ، ترقۍ لور ته روان دی .
لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د خپل ولس ،علمي  کدرونو  سره نږدې پاتې کیدل، په چارو کې د هغوی مشورې او نظرونه اخیستل ، ټینګې اړیکې رامنځته کول د قوي نظامونو د  خصلیتونو څخه شمیرل کیږی په همدې اساس موږ هم غواړو خپل علمي کدرونه او ولس ځانته او ځانونه هغوی ته نږدې کړو دوی ته خپل فعالیتونه او اهداف  روښانه کړو.
 اعتماد او نظرونه یې ترلاسه کړو او اطمینان ورکړو دا هر څه تر پوره پېژندګلوي وروسته کیدلای سي چې په پار یې دا ننی پروګرام دائر سوی دی .
 نن ورځ به تاسو ته د سټنډرډ ملي ادارې معرفت، اهداف او کاري چاپیریال واضح سي .
الله تعالی دې دنیا او آخرت سعادتونه تاسو ته په برخه کړي 
والسلام

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډر‌ډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم پیغام د کابل پوهنتون محصیلنو او د هیواد علمي کدرونو ته