د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د ډبرو سکارو د لابراتواري تجهیزاتو د پروژې اعلان

org_admin
Announcement

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې، تدارکاتو آمریت

سټنډرډ ملي اداره ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ډبرو سکارو د لابراتواري تجهیزاتو د تدارک پروسې داوطلبۍ کې برخه واخلي. علاقه‌منده داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي په وړیا توګه په فلش ډیسک کې د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان باید خپل وړاندیزونه د شرطنامې شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې له مخې، تړلې بڼې (سربسته) د اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د سټنډرډ ملي ادارې تدارکاتو آمریت ته چې په صنعتي ښارګوټي کې، د نوي سړک نه تېر، د کابل-جلال‌آباد لویه لاره کې موقعیت لري، وسپاري.

هغه وړاندیزونه چې ناوخته وسپارل شي یا د انټرنټ له لارې واستول شي، د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین باید د بانکي تضمین په بڼه او د ۷۲۴،۵۰۰ (اووه سوه څلور ویشت زره او پنځه سوه) افغانیو په ارزښت وي.

د وړاندیزونو د پرانېست غونډه به د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴/۳/۱۴ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې په درېیم منزل کې، د تدارکاتو آمریت کې ترسره شي.

Documents

اعلان تدارکاتی

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۵۳ واقع سرک نو شاهراه کابل جلال آباد ساحه پارک های صنعتی نا رسیده به ریاست سابقه افسوتر کابل
Background image

د قرارداد د ورکړې پرېکړې د خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو "د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معیار او کیفیت ادارې دننه د سیوري جوړولو (سایه‌بان)، له لرګینو او پی وي سي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۴ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې معیار او کیفیت اداره په پام کې لري څو "د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د کابل ولایت د حقوقي مترولوژۍ د فعالولو او د لابراتواري وسایلو د چمتو کولو . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د ډبرو سکارو د لابراتواري تجهیزاتو د پروژې اعلان