د جندرد اړوند یو ورځنی زده کړیز ورکشاپ ترسره شو.

Moasaq_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۹:۳
د جندرد اړوند یو ورځنی زده کړیز ورکشاپ ترسره شو.

چهارشنبه

۱۳/لیندۍ/۱۳۹۸

د ښځو چارو وزارت له خوا په سټنډرډ ملي اداره (انسا) کې د جندر په اړه یو ورځنی زده کړیز ورکشاپ وړاندې شو. دغه ورکشاپ چې د جندر اړوند بېلا بېل مسایل په کې را نغاړل شوي وو، د سټنډرډ ملي ادارې لسګونه نارینه او ښځینه کارکوونکو په کې برخه درلوده.

د دغه ورکشاپ موخه د جندرد اړوند عامه پوهاوی و چې د جندر په تاریخي پړاوونو، په کورنۍ اړیکو او قوانینو، د کورنۍ د غړو تر منځ په متقابلو اړیکو او د ښځو او نارینه و د حقونو په اړه په کې بشپړ بحث وشو.

دغه ډول ورکشاپونه چې موخه یې د ښځو او نارینه و په حقونو او د کورنیو دودونو او غړو تر منځ پر اړیکو بحث کول دي، بېلا بېل وختونه په دغه اداره کې کارکوونکو ته وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د جندرد اړوند یو ورځنی زده کړیز ورکشاپ ترسره شو.