د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو د چمتو کولو او تدارکاتو بیا خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د معیار او کیفیت اداره له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غواړي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۲۰۰۰ کیلو مایع ګازو تدارکاتي پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې د سافټ کاپي په وړیا توګه په فلش ډیسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت او یا د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.
خپل وړاندیزونه دې د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سرپټې بڼه د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت چې موقعیت یې د صنعتي ښارګوټي، له نوي سړک څخه تېر، د کابل-جلالآباد لویه لاره دی وړاندې کړي. ناوخته رسېدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه ۲۵۰۰۰ پنځهویشت زره افغانۍ دی. د وړاندیز پرانېستلو غونډه به د اعلان د نشر له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰ بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شي.
