د ۴ قلمه کمپیوتري وسایلو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ بلنه
Publish Date
Closing Date
د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۴) قلمه کمپیوتري وسایلو (کمپیوټرباب) د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
واجد شرایط داوطلبان کولای شي د اړونده شرطنامې سافټ بڼه په فلش ډېسک کې په وړیا ډول د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت او یا هم د ملي تدارکاتو له سایټ څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه په شرطنامه کې د لیکل شویو شرایطو، د تړونونو (عقودو) د قانون او د تدارکاتو د کړنلارې مطابق په تړل شوې (سربسته) بڼه د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۲) تقویمي ورځو پورې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. له ټاکلې نېټې وروسته او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستلو غونډه له اعلان څخه ۱۲ تقویمي ورځې وروسته، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۷مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د غرمې مخکې په (۱۰:۰۰) بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
