د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام د حکمونو او فرمانونو د څارنې عمومي ریاست او د سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۴:۵۰
د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام د حکمونو او فرمانونو د څارنې عمومي ریاست او د سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنيکي مرستيال مولوي محمد اصف قانت، اداري او مالي مرستيال مولوي عطاء الله فريد، د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام د حکمونو او فرمانونو د څارنې ریاست چارواکو او استازو او د سټنډرډ ملي ادارې  رئیس دفتر مولوي وحيد احمد بدري او اړوندو برخو رئیسانو ګډون کړی و.
یاده غونډه د افغانستان د اسلامي امارت د فرمانونو او احکامو د تطبیق په موخه د یادو ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په موخه ترسره شوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکمونو او لارښوونو د تطبیق د څارنې ډلې د عالیقدر مشرتابه فرمانونو تطبیق په اسلامي نظام کې واجب او  یو مکلفیت وباله.
 ورپسې د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو د عالیقدر مشرتابه د حکمونو او لارښوونو په وخت او سم تطبیق کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان اسلامي امارت د عالي مقام د حکمونو او فرمانونو د څارنې عمومي ریاست او د سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ غونډه ترسره شوه.