د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري
د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیضالله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د خوراکي توکو د تولید له یوه مرکز څخه لیدنه او نظارت وکړ.
دغه پلاوی چې مشري یې د معیار او کیفیت ادارې کوله او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسلکي او باصلاحیته استازو پکې ګډون درلود؛ په اړوندو مرکزونو کې یې د تولید پروسه او د معیارونو د پلي کېدو کچه په هراړخیزه توګه وڅارله.
د دغه څارنې په لړ کې، د یاد مرکز شته ستونزې او ننګونې د معیار او کیفیت ادارې د مشرتابه له لوري په هر اړخیز ډول واورېدل شوې.
د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې له تولیدي مرکزونو څخه دوامداره او هدفمنده څارنه د خوراکي توکو د کیفیت په لوړولو، د مصرفوونکو د روغتیا په ساتلو او پر کورنیو تولیداتو د خلکو د باور په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.
دا بهیر د کیفیت د بنسټونو د پیاوړتیا، د معیارونو د اغېزمن پلي کېدو او په هېواد کې د کورنیو تولیداتو او خدماتو د کچې لوړولو په موخه د معیار او کیفیت ادارې د منظمو څارنیزو پروګرامونو برخه ده او په جدیت سره به دوام ومومي.
