د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۷
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه

په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم محمد آصف قانت، د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې اجراییه رئیس محترم شریف عظیمي او د دواړو لوریو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.

دا ناسته د نوې کیدونکې انرژۍ د صنعت د ودې او ددې صنعت د تولیداتو او خدماتو د کیفیت د لوړولو په موخه جوړه شوې وه.

د ناستې په پیل کې، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم وویل: "موږ ټول باید په ګډه سره هڅه وکړو ترڅو افغانستان د آبادۍ او پرمختګ په لور یوسوو." هغه زیاته کړه: "زموږ ژمنتیا دا ده چې په هېواد کې د پرمختللو او عصري وسایلو کارول دود کړو او د بې‌کیفیته توکو له واردېدو مخنیوی وکړو." د انساء ادارې عمومي رئیس پر لا زیاتو همکاریو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: "موږ هڅه کوو چې پرمختللي لابراتوارونه او غوره خدمات وړاندې کړو او ان‌شاءالله غوره پایلو ته به ورسېږو."

ورپسې، د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې اجراییه رئیس د هېواد په کچه د نوې کیدونکې انرژۍ د سرچینو د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له سټنډرډ ملي ادارې څخه یې د سټنډرډونو د تطبیق او د بې‌کیفیته توکو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه په افغانستان کې د سولر سیستمونو او تولیداتو د پراختیا یادونه وکړه او ددې برخې لپاره یې د سټنډرډونو جوړول یوه عاجله اړتیا وبلله.

ددې ناستې په ترڅ کې، د انرژۍ د تولید پروژو په برخه کې د لا زیاتو پانګونو، غوره ستراتیژیو، د ستونزو د حل او د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه بحث وشو.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د پخواني هوکړه لیک پر بنسټ، د یو نوي هوکړه لیک مسوده چمتو او د دواړو لوریو ترمنځ د لاسلیک لپاره راتلونکې ناستې تنظیم شي.

نوې کیدونکې انرژي د افغانستان لپاره یوه نوې هیله ګڼل کېږي. د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د نوې کیدونکې انرژۍ په برخه کې هېواد په پرمختللو امکاناتو سمبال کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې ترمنځ ناسته وشوه