د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۳:۴۷
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د ازبکستان سټنډرډ ادارې رئيس ښاغلی جمعانزاروف اکمل او د دواړو ادارو د اړوندو برخو مسؤلیونو ګډون درلود.

ددې غونډې په لړ کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس الحاج ملا فیض الله تمیم وویل: په معیار برابر واردات د ملي سټنډرډونو سره سم زموږ او زموږ د هېواد غوښتنه ده او پدې برخه کې ستاسو جدي پاملرنه غواړو.

نوموړي دغه راز زیاته کړه: موږ باید پوره همغږي او همکاري ولرو څو د دواړو هېوادونو ترمنځ واردات او صادرات د سټنډرډونو په اساس ترسره او سالمه سوداګرۍ وکړو.

دا غونډه د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ د اړیکو د ښوالي، د سټنډرډ جوړونې، د مطابقت ارزونې، کیفي تصدیق پاڼو او مترولوژي په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره جوړه شوې وه.

همدارنګه د دواړو سټنډرډ ادارو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک وروستی شو، چې د دپلوماتيکو چینلونو له لارې به لاسلیک شي.

په پای کې د ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ژمنه وکړه، چې د کیفي تصدیق پاڼو په برخه کې به د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکو ته د ازبکستان هېواد په ترمذ ښار کې روزنه ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او ازبکستان سټنډرډ ملي ادارې ترمنځ انلاین غونډه ترسره شوه