د انسا ادارې لومړیتوبونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې له رسنیو سره شریک شول.

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۴:۵۸
د انسا ادارې لومړیتوبونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې له رسنیو سره شریک شول.

۱۲ زمری/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ذبیح الله زیارمل د سټنډرډ ملي ادارې لیدلوري، پروګرامونه او بریاوې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې د رسنیو له استازو سره شریک کړل.

دغه ناسته چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، د سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو عمومي رییس ښاغلي وحید نوري، د دې ادارې تخنیکي عمومي رییسې اغلې ساناز سلیمي، رییسانو او د ملي او نړیوالو رسنیو استازو په کې ګډون درلود.

ښاغلي زیارمل د ادارې لس لومړیتوبونه لکه؛ د کیفي تصدیق لیکونو وېش، د سټنډرډ د نښان ترویج، د ستوریزې طبقه بندۍ د سېسټم ایجاد، د مستهلکینو د حقوقو تامینول، د کیفیت لرونکو چوپړتیاو وړاندې کول، له خصوصي سکټور څخه ملاتړ، د خصوصي پانګې جلب، د ودانیو معیاري کول، د ادارې د حقوقي چارچوب پیاوړتیا، له خصوصي سکټور سره روڼ او دوامداره ګډون، له ملي، سمه ایزو او نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا او د ادارې د سټراټیژیک پلان پر بنسټ د تګلوري تاییدول وړاندې کړل. هغه په نږدې راتلونکي کې د مټرولوژۍ نړیوال انسټیټوټ او د معیاري توکو د یوه تلپاتې نندارتون د ایجاد خبر ورکړ.

ښاغلي زیارمل په هېواد کې د سټنډرډ جوړونې د ارزښت او د خلکو له هوساینې، روغتیا او خوندیتوب سره یې د نېغې اړیکې په تړا خبرې وکړې او د کیفیت ملي بنسټ د ایجاد او پراختیا په برخه کې یې د تصدیق کوونکې او باور ورکوونکې ادارې په توګه د انسا ادارې رول او مکلفیت د ارزښت وړ وباله. د هغه په خبره په اوسني وضعیت کې مونږ د بدلون او پرمختګ په حال کې یو چې له نېکه مرغه د ادارې لرې لید ته د رسېدلو په موخه عملي او ګټور ګامونه پورته شوي دي.

نوموړي دغه راز د کمکا هېوادونو په حوزه کې د سیمه ایزې اقتصادي پالنې او له نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو پیاوړتیا لکه د مټرولوژۍ نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کول او له ILAC, IAf سازمان د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د هڅو او اړینو ګامونو د اخیستلو په تړاو خبرې وکړې.

د دې ناستې په پای کې د انسا ادارې مسوولینو د رسنیو استازو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه و ویل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د انسا ادارې لومړیتوبونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې له رسنیو سره شریک شول.