د روغتیايي سټنډرډونو او طبي وسایلو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۱:۵۱
د روغتیايي سټنډرډونو او طبي وسایلو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د روغتیا او طبي وسایلو د تخنیکي کمیټې غونډه د ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې  د تخنیکي چارو مرستیال محترم مولوي محمد اصف قانت او د کمیټې رئیس محترم میرزا محمد ایوبي په ګډون جوړه شوه. د سټنډرډ ملي  ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت د کمیټې په اهمیت او د طبي وسایلو د معیارونو د جوړولو د جدي اړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د معیاري کولو په اړه د چمتو شوي پریزنټشن په دوام کې، د تخنیکي کمیټې د کلني پلان په اړه تخنیکي بحثونه او د نظرونو تبادله ترسره شوه، د طبي وسایلو لپاره د ضد رنګ طبی فولادي ستنې  ټیوب جوړولو لومړیتوب او معیاري کولو په اړه خبرې او تبادل نظر ترسره شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د روغتیايي سټنډرډونو او طبي وسایلو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه