د سټنډرډ ملي اداره په کابل ښار کې د تېلو ټانکونو او د تېلو زېرمو د تفتیش په بهیر کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازو ته د ګډون په پار ستاینلیکونه ورکړل.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۲:۱۵
د سټنډرډ ملي اداره په کابل ښار کې د تېلو ټانکونو او د تېلو  زېرمو د تفتیش په بهیر کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو  استازو ته د ګډون په پار ستاینلیکونه ورکړل.

غونډه د سټنډرډ ملي ادارې په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم مفتي محمد حامد، د اداري مرستیال محترم مولوي عطاء الله فرید ,د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري ,د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور ګډون کړی و. د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د کابل ښار د تېلو د ټانکونو او د تېلو د زېرمو د تفتیش په برخه کې د دې ادارې د مسوولینو او استازو د صادقانه هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: په کابل ښار کې د تېلو د کانونو د څارنې بهیر دوام لري د هېواد بازارونه د دولت له لومړیتوبونو څخه دي، چې د سټنډرډ ملي اداره د کورنیو تولیداتو او وارداتي محصولاتو د معیاري کولو په برخه کې د خپلو اساسي مسوولیتونو په درک کولو سره پراخ پلانونه په لاس کې لري.
ورپسې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد په کابل ښار کې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو په بهیر کې له شفافیت څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: خلکو ته صادقانه خدمت کول زموږ له دیني وجیبو څخه دی. هغه څوک چې دا کار کوي د لوی خدای له خوا د اجرونو مستحق دي. 
په دې کتنه کې د دې وزارتونو او اداراتو استازو په هېواد کې د نفتي توکو د معياري کولو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې د هڅو ستاينه وکړه او د نفتو په ټانکونو او نفتي زيرمو باندې يې د تفتيش پروسې اغېزې ډېرې اغېزمنې وبللې. غونډه یادو مسوولینو او استازو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي اداره په کابل ښار کې د تېلو ټانکونو او د تېلو زېرمو د تفتیش په بهیر کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازو ته د ګډون په پار ستاینلیکونه ورکړل.