د سټنډرډ ملي ادارې د الکترو تخنیک او مخابراتو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۰:۲۸
د سټنډرډ ملي ادارې د الکترو تخنیک او مخابراتو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه ترسره شوه

غونډه د دې ادارې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د الکترو تخنیک او مخابراتو د امریت مسئولینو، د اړوندو دولتي ادارو او خصوصي سکتور استازو په ګډون د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي غونډه په تالار کې ترسره شوه.

یاده غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، مولوي محمد حنیف د یادې کمېټې د ارزښت او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. ورپسې، د سټنډرډ ملي ادارې د اړوندو برخو مسئولینو د تخنیکي کمېټو د فعالیتونو، کاري طرزالعملونو او همدارنګه د منظور شوو سټنډرډونو په اړه یو هر اړخیزه پریزنټیشن وړاندې کړه.               
د غونډې په ترڅ کې د غړو د مشورو او ارزونو وروسته د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د بریښنا څانګې استاد او سرپرست پوهنیار میلاد عبدالله، ددې کمېټې د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

ددې کمېټې رئیس د دندو د لا ښه ترسره کولو په اړه لازمې خبرې وکړې او نورو غړو د کمېټې د فعالیتونو د ښه والي په برخه کې ارزښتمن وړاندیزونه وړاندې کړل.

غونډه د کمېټې د کاري پلان او ټاکل شوو موخو د ترسره کولو په اړه د بحث او نظر تبادلې په ترڅ کې پای ته ورسېده. ددې کمېټې فعالیتونه چې د نړیوالو بنسټونو لکه IEC سره د اړیکو د نشتوالي له امله ۱۰ میاشتې درېدلي وې، اوس د یادو سازمانونو سره د اړیکو د بیا تامین له امله بېرته فعاله شوي دي. ددې کمېټې فعالیتونه په هېواد کې د الکترو تخنیک او مخابراتو د کمېټې د همکارۍ او فعالیتونو د ښه والي لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د الکترو تخنیک او مخابراتو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه ترسره شوه