د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام د لړی دوام.

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۴:۲۶
د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام د لړی دوام.

د  سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد ریاست د ادارې کارمندانو لخوا د تشویق او دعوت پروګرام دوام لري. په پروگرام کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د دې ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي نور احمد یاسر، د دفتر رئیس محترم مولوي وحید احمد بدري، مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور او د ادارې ټولو څانګو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و. دغه پروگرام چې د دعوت او ارشاد په بهیر کې د ټولو کارکوونکو د ګډون په موخه جوړه شوې وه، چې د هر مسلمان دیني دنده ده.
پروگرام دالله پاک دکلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د ادارې یو شمیر کارکوونکو په دیني مسایلو خبرې او ویناوې وکړې. د دعوت او ارشاد رياست د کارکوونکو له ويناوو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې موږ ټولو کارکوونکو ته دا موقع ورکوو، چې خپل ديني مطالب خپلو کارکوونکو ته وړاندې کړي او د دعوت او تبليغ هغه وظيفه سرته ورسوي، چې د. هر مسلمان دعوت او ارشاد دنده ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام د لړی دوام.