د سټنډرډ ملي ادارې د روغتیا او طبي وسایلو د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۲۳
د سټنډرډ ملي ادارې د روغتیا او طبي وسایلو د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د روغتیا او طبي وسایلو د سټنډرډونو تخنیکي کمیټې غونډه ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د انسا ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

پدې غونډه کې د طبي وسایلو، د طبي وسایلو د نښو نښانو او علامو، د طبي وسایلو د نښه‌ اېښودنې لپاره د کارېدونکو نښو او وړاندې شويو معلوماتو لومړی برخه: عمومي اړتیاوې (INSO 8629_1) او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د روغتیا او طبي وسایلو سټنډرډونه د هغو مهمو معیارونو څخه دي چې د انسانانو ژوند او روغتیا ته مستقیم اغېز لري، او د دې سټنډرډونو نه پلي کېدل د عامې روغتیا او خوندیتوب له بیلابیلو خطرونو سره مخ کولی شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د روغتیا او طبي وسایلو د سټنډرډونو د تخنیکي کمیټې غونډه ترسره شوه