د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۵:۱۴
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

شنبه

۱۰/لړم/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ اونیزه غونډه ترسره شوه چې د دې ادارې رییسانو، سلاکارانو او کار کوونکو په کې برخه درلوده.

د غونډې په پيل کې ښاغلي احمدزي له مسوولو کسانو سره د دې ادارې د روانو او راتلونکو پروژو په تړاو بحث وکړ او د پروژو د قراردادونو په برخه کې یې پر زیات دقت او چکټیا تاکید وکړ.

دغه راز په تېره اونۍ کې د سټنډرډ ملي ادارې د ټولو بندرونو پر عوایدو بحث وشو چې د معلوماتو له مخې په تېره اونۍ کې د پام وړ عواید راټول شوي دي. د دې ترڅنګ په غونډه کې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د برښنايي انرژۍ په اړه د یو ورکشاپ پر پیل بحث وشو.

د ناستې په اوږدو کې د ادارې یو شمېر مسوولینو د تېرې اونۍ راپورونه وړاندې کړل او د راتلونکو پلانونو په تړاو یې معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ غونډه ترسره شوه.