د سټنډرډ ملي ادارې د هېواد په بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول پروسه په روڼتیا او پرېکنده توګه مدیریت کړې ده

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۰
د سټنډرډ ملي ادارې د هېواد په بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول پروسه په روڼتیا او پرېکنده توګه مدیریت کړې ده

انسا ادارې د خپلو ګرانو هېوادوالو د روغتیا، سلامتیا او د مصرفوونکو د حقونو د خونديتوب په موخه د وارداتي توکو د معیاري کولو لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې ترسره کړي دي. د هېواد د بندرونو د تنظیم او د وارداتو د کنټرول له لارې، دې ادارې د سټنډرډونو خلاف ودانیزو توکو د وارداتو مخنیوی کړی دی.

 

د معتبرو راپورونو له مخې، د (۱۴۰۳ لمریز کال د وري له لومړۍ څخه د سلواغې تر۳۰ ( پورې )۶۵۷۹۶ (محمولې ودانیزو توکي، چې ټولیز وزن یې )۲۴۵۶۹۸۷.۱۲( ټنه او (۷۸۳۲۱۲۱.۰۱) متراژ متره مربع دی، د هېواد په بندرونو کې کیفیت تثبیت شوي دي.

 

له دې جملې څخه، (۴۵) محمولې چې ټولیز وزن یې (۱۲۲۶.۸۱) ټنه دی، د سټنډرډونو خلاف تثبیت شوي دي.

 

د تر ازمایښت لاندې نیول شوي توکي سمنټ، ګادر، قیر، کاشي، سیرامیک او نور ودانیز توکي دي، چې په مجموعي ډول (۳۴۳۶۷) نمونې د لابراتواري ازمایښت لاندې نیول شوي دي.

 

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره، چې د هېواد یوازیني رسمي بنسټ په توګه د کیفیت د تثبیت او کنټرول مسؤلیت لري، د مسلکي پرسونل او مجهزو لابراتوارونو په درلودلو سره، د ودانیز صنعت د معیاري کولو ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د هېواد په بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول پروسه په روڼتیا او پرېکنده توګه مدیریت کړې ده