د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د داخلي معیارونو او ودانیزو رمزونو د تدوین او ترویج رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوند هیئت رئیس او فني غړو ګډون درلود.

د غونډې په لړ کې، د کړکیو د نرم پوښونکو ټوکرونو ځانګړتیاوو معیار د کورنۍ کارونۍ لپاره او ورسره درې د ازمايښت تګلارې تأیید شوې. همداراز، د باراني جامو لپاره د اوبو ضد ټوکر د فعالیت د ځانګړتیاوو مسوده، د هر اړخیزو اوبو ضد بالاپوشونو معیار او د نساجي توکو د چاودنې ضد ازمايښت تګلاره وڅېړل شوه او فني بحث پرې وشو.

پردې سربېره، د هئیت غړو د لوړ کشش لرونکو تاری او پودي ټوکرونو لپاره، چې د جامو په جوړولو کې کارېږي، د ځانګړتیاوو معیار هم وڅېړه او بحث یې پرې وکړ.

د معیار او کیفیت اداره د دغو معیارونو په تدوین او تطبیق سره، د نساجي او څرمنو تولیداتو د کیفیت لوړولو، د کورني صنعت د ملاتړ او د محصولاتو د نړیوالو معیارونو سره د سمون په برخه کې اغېزناک ګامونه پورته کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه