د سټنډرډ ملي ادارې د یو شمېر تشوو بستونو د ازموینې پروسه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۸
د سټنډرډ ملي ادارې د یو شمېر تشوو بستونو د ازموینې پروسه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د درې (۳) مسلکي بستونو لپاره د ازموینې پروسه په شفافه او عادلانه توګه د د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو د چارو امر محترم مفتي فضل الرحمن منصور، د اداري اصلاحاتو کمېسیون استازي او د اړوندو برخو مسئولینو په حضور کې ترسره شوه.

په دې ازموینه کې چې د ودانیزو توکو د لابراتوار عمومي مدیر، د ودانیز لابراتوار تکنیشن او د ودانیزو توکو د سټنډردونو د تطبیق د څارنې کارپوه بستونه پکې شامل وو، لسګونه په شرایطو برابر کسانو له یو بل سره سیالۍ ترسره کړه.

د سټنډرد ملي اداره د دې ادارې په جوړښت کې د مسلکي او متخصصو کسانو د جذب ژمنه لري او د وړ کسانو ګمارنه د تشوو بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د یو شمېر تشوو بستونو د ازموینې پروسه ترسره شوه