د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله " تمیم" او ورسره مل پلاوي د حیرتانو او آقینې بندرونو څخه لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۳:۳۴
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله " تمیم" او ورسره مل پلاوي د حیرتانو او آقینې بندرونو څخه لیدنه وکړه.

 د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله " تمیم"  د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بلخ او فاریاب ولایتونو امریتونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د ولایتي چارو رئیس مولوي احمد الغازي، د مرکز لابراتوارونو امر ملا زبیر سعد او اړوندو شعباتو مسؤلین و.
د دغه سفر موخه په يادو بندرونو کې د انسا ادارې د فعاليتونو څېړنه او د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتياوو برابرول و.
د  سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه پلاوي د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو او د چارو د ښه والي په موخه د دې ولایت له مسؤلینو سره وکتل او په دې اړه یې د حیرتانو او آقینې بندرونو د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله " تمیم" او ورسره مل پلاوي د حیرتانو او آقینې بندرونو څخه لیدنه وکړه.