د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د چارو ادارې له مرستیال سره وکتل

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۹:۱۴
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د چارو ادارې له مرستیال سره وکتل

 د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم په خپل کاري په دفتر کې د چارو ادارې   د پالیسۍ او څارنې له مرستیال ښاغلي سیف الدین طیب سره وکتل. په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د دې ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عطاء الله فرید، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري او  اړوندو شعباتو رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وو. دغه غونډه  د چارو د ښه والي او د هغو د تطبیق د څرنګوالي په موخه جوړه شوې وه. د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د چارو ادارې مرستیال ته ښه راغلاست ووایه او په سټنډرډ ملي اداره کې د شویو پرمختګونو په هکله خبرې وکړې او د چارو ادارې د همکاریو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د چارو ادارې له مرستیال سره وکتل