د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې له سرپرست سره وکتل.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۴:۷
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې له سرپرست سره وکتل.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي انجنیر ذبیح الله زیارمل د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې له مرستیال او سرپرست ذاهدالله ذاهد سره وکتل. په دغه لیدنه کې تخنیکي عمومي رییسې انجنیر ساناز سلیمي هم ګډون درلود چې د دواړو ادارو تر منځ پر دوه اړخیزه همکاریو بحث او نظرونه وړاندې شول.

په دغه ناسته کې ښاغلي ذاهد د هغو طبي تجهیزاتو د اغېزمنتیا او نا اغېزمنتیا په اړه خبرې وکړې چې له اکسرې او راډیو اکټیف وړانګو سره تړلي دي او په دې برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې د همکارۍ غوښتونکی شو چې په ورته وخت کې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د همکارۍ او د هستوي انرژۍ ادارې ته د طبي تجهیزاتو د سټنډرډونو او معلوماتو د ورکړې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې له سرپرست سره وکتل.