د سټنډرډ ملي ادارې یو شمېر کارکوونکو د انګلیسي ژبې ازموینه ورکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۶
د سټنډرډ ملي ادارې یو شمېر کارکوونکو د انګلیسي ژبې ازموینه ورکړه

د سټنډرډ ملي ادارې له یو شمېر کارکوونکو څخه د انګلیسي ژبې د زده کړې مېاشتنۍ آزموینه واخیستل شوه. دغه آزموینه د کارکوونکو چارو امریت، د ظرفیت لوړونې او ښوونې عمومي مدیریت لخوا د یو کلن ډیپلوم پروګرام په لړ کې ترسره شوه.

یاده برنامه، چې څلور میاشتې مخکې پیل شوې، د یو کال لپاره به دوام وکړي. دا پروګرام د کارکوونکو مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ په موخه تنظیم شوې، ترڅو ګډونوال وکولی شي د انګلیسي ژبې مهارتونه لا ښه کړي او په خپلو کاري چارو کې ترې ګټه واخلي.

د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه له دې زده ‌کړیزې برنامې څخه هرکلی کړی او د کارکوونکو د دوامداره پرمختګ او روزنې پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې یو شمېر کارکوونکو د انګلیسي ژبې ازموینه ورکړه