د ودانيزو توکو د تثبیت او کنټرول پروسه په دوامداره توګه د هېواد په بنادرو کې روانه ده

ihsan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۱:۳۴
د ودانيزو توکو د تثبیت او کنټرول پروسه په دوامداره توګه د هېواد په بنادرو  کې روانه ده

د سټنډرډ ملي اداره د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره د ټیټ کیفیت ودانیزو توکو د ننوتلو مخه نیولې او هڅه کوي چې د خپلو ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب او د لګښت کوونکو د ګټو د تامین لپاره د بې کیفیته توکو مخه ونیسي. 

د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ(سرطان) په میاشت کې د هېواد په (۵) لکه فراه ٧٨ میل، هرات، حیرتان، آقینې او تورخم بندرونو له لارې په ټولیزه توګه (٤٢٩٤) محمولې توکي چې وزن یې (١٧٠٣١١.٦٢) ټنه کیږي او (٢٧٩) محمولې پي وي سي، کاشي او ایزوګام چې وزن یې (٥٩٦٢٤٣) متر مربع متراژه کیږي تثبیت کیفیت شوي دي

همدارنګه (١) محموله ودانیز توکي چې وزن یې (٧٧.٤٨) ټنه کيږي د سټنډرډونو خلاف تثبیت کیفیت شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د ودانيزو توکو د تثبیت او کنټرول پروسه په دوامداره توګه د هېواد په بنادرو کې روانه ده