د ودانیو د بریښنایي تاسیساتو ملي سټنډرډ ستاسو کورونه او تعميرات خوندي کوي او د برښنا له معیاري پیوستون څخه تاسو مطمن کوي
د سټنډرډ ملي اداره د ګرانو هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب، د هېواد د پرمختګ او د ټولنې لپاره د سالم چاپېریال د رامنځ ته کولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.
د ودانیو د برښنایي تاسیساتو ملي سټنډرډ د اړوندې تخنیکي کمیټې لخوا د سیمه ایزو او نړیوالو معیارونو سره سم او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو شرایطو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی او ټولو ته د لاسرسي وړ دی.
