په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۱:۴
په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمېټې غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د اړوند کمېټې رئیس او غړو په ګډون ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د غیر تخریبي ازمایښت د مرکزونو د کیفیت مدیریت سیستم د رامنځته کولو لپاره د سټنډرډ د کړنلارې په سټنډرډ

 (ASTM E1212:2017) او نورو ورته موضوعاتو اړوند د کمېټې غړو تر منځ بحث او نظرونه تبادله وشوه.

د کیفیت مدیریت سټنډرډونه د لارښودونو او سټنډرډونو یوه ټولګه ده چې د محصولاتو او خدمتونو کیفیت لوړوي، د کړنو په ښه‌والي کې مرسته کوي او د پیرودونکو د رضایت زیاتېدو سبب ګرځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د کیفیت مدیریت سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه