په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۱:۱۶
په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال د سټنډ‌رډونو تخنیکي غونډه ددې کمیټې د رئیس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډه په تالار کې جوړه شوه.

پدې غونډه کې د ودانیو او سایټونو د فاضله اوبو د لیږدول د تجهیزاتو د سټنډرډ په مسودې۲: د چټلۍ څخه پاکو فاضله اوبو د لیږد تجهیزاتو په اړه او دې ته ورته موضوعاتو باندې بحث او د نظرونو تبادله وشوه. همدارنګه په یاده غونډه کې ددې سټنډرډ د موخو، د کارونې برخو، اړینو سرچینو، اصطلاحاتو او تعریفونو، د لیږد اغیز، تهویې او نورو اړوند تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث وشو.

د فاضله اوبو د تصفیې موخه دا ده چې هغه توکي جلا کړي چې فاضله اوبو بیا ځلې د کارونې وړ ګرځوي یا د هغو د پرېښودلو د چاپیریال د اوبو سرچینو ته زیان ونه رسوي. هغه توکي چې معمولاً له فاضله اوبو څخه جلا کیږي عبارت دي له: معلق او شناور توکي او کلوئیدي توکي او محلولونه ددې توکو د لرې کولو لپاره له فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي عملیاتو څخه کار اخیستل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال د سټنډرډونو د جوړونې اړوند غونډه ترسره شوه