د سټنډرډ ملي ادارې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر منځ پر همغږۍ او ګډې همکارۍ کار کېږي.

Moasaq_admin
Sun, May 30 2021 11:43 AM
د سټنډرډ ملي ادارې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر منځ پر همغږۍ او ګډې همکارۍ کار کېږي.

۶/سلواغه/ ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د دې ادارې له لوی رییس ذبیح الله زیارمل سره په لیدنه کې د افغانستان د وارداتي ــــ صادراتي توکو د معیاري کولو په ګډې همکارۍ خبرې اترې وکړې.

ښاغلي زیارمل د دې دواړو ادارو مسوولیتونو او صلاحیتونو ته په کتو پر همغږۍ او همکارۍ تاکید وکړ او په وینا یې په خصوصي سکټور کې د هغه د کاري تجربې له مخې د صنعتکارانو او سوداګرو له ټولو ستونزو سره اشنا دی او په نږدې راتلونکي کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مرسته ټولې ستونزې حل کړي.

د دې ترڅنګ ښاغلي غوریاني و ویل چې دغه وزارت له سټندرد ملې ادارې سره د وارداتو او صادراتو په هکله لابراټوارونو ته د جوازنو ورکړې او په نورو ټولو ازمایښتي برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړي دغه راز ښاغلي زیارمل ته د نوې دندې مبارکي هم ورکړه او په چارو کې یې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر منځ پر همغږۍ او ګډې همکارۍ کار کېږي.