د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معیار او کیفیت ادارې د تشنابونو د ترمیم، له تختې او پي وي سي څخه د پارټیشن جوړونې او د ادارې په انګړ کې د سایه بان جوړولو پروژه
Publish Date
Closing Date
د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څلور پوړیزې او د مالي ریاست د ودانۍ د ټولو تشنابونو د اساسي ترمیماتو، د تختو او پي وي سي په واسطه د پارټیشنونو د جوړولو او د ادارې په انګړ (صحن) کې د سیوري لرونکي ځای (سایهبان) د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
تاسو کولای شئ، اړونده شرطنامه په وړیا ډول په سافټ بڼه د ملي تدارکاتو له سایټ څخه او یا هم په فلش ډېسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړئ.
خپل افرونه په شرطنامه کې د لیکل شویو شرایطو، د تړونونو د قانون او د تدارکاتو د کړنلارې سره سم په سر تړلې بڼه د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو آمریت ته وسپارئ. له ټاکلې نېټې وروسته او انټرنیټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افرونو د پرانیستلو غونډه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د غرمې مخکې په (۱۰:۰۰) بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
