د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۰:۲۳
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

سه شنبه ۱۳۹۹/وږي/۱۱ د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې اړونده رییسانو او امرینو برخه درلوده او د خپلو وروستیو فعالاتونو راپورونه یې غونډې ته وړاندې کړل. ښاغلي صدیقي پر وخت او د غوره اجرائاتو په تړاو هر اړخیزه خبرې وکړې او په وینا یې چې مونږ ژمن یو، څو خپلې دندې تر پخوا په ښه ډول ترسره کړو او په هېواد کې واقعي ځای ته د دې ادارې د رسولو لپاره د ادارې د ټولو برخو رښتینو هڅو ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ د سټنډرډ د نړیوالې ورځې د لمانځنې، د ادارې تقنیني اسنادو، له سعودي عربستان هېواد سره د هوکړې، د روان کال د منظور شوې او راتلونکي کال پراختیايي بودجې په تړاو خبرې اترې وشوې. د غونډې په پای کې ښاغلي صدیقي تاکید وکړ چې د ادارې چارې دې په غور او دقت ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.