د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۱:۴
د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال ساتنې سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي کمیټې غونډه، د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړونې او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، د دې کمیټې رئیس پوهاند عبدالغیاث صافي او د کمیټې د نورو غړو په ګډون ددې ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د "د ودانیو او ساحو د فاضه اوبو د لېږد وسایلو سټنډرډ (برخه ۲: د مدفوعې څخه پاکو فاضله اوبو د لېږد تجهیزات)" د مسودې په اړه بحث او نظریات تبادله وشوه. په یاده غونډه کې ددې سټنډرډ مهم تخنیکي ټکي وڅېړل شول او په پایله کې یې یاد سټنډرډ نهایی شو.

د فاضله اوبو د تصفیې موخه، د چاپېریال له ککړتیا څخه مخنیوی او د هغې د بیا ځلې کارونې لپاره چمتو کول دي، چې ددې لپاره له فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي میتودونو څخه د ضرري موادو د لرې کولو لپاره کار اخیستل کېږي.

د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د چاپېریال اړوند سټنډرډونو جوړونې او تطبیق ته دوام ورکړي، تر څو د هېواد د اوبو د سرچینو ساتنه وشوي او د خلکو روغتیا ته خوندي وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپېریال سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه جوړه شوه