د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په وزارت تجارت او صنعت په نړیوال نندارتون کې په خپلو خبرو کې وویل

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۲:۲۸
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په وزارت تجارت او صنعت په نړیوال نندارتون کې په خپلو خبرو کې وویل

خوښ یم لله الحمد په یو داسې پروګرام کې ګډون کوم چې د هیواد اقتصادي او سوداګریزو پرمختګونه راته څرګندوي.
په دوهم قدم کې د ټولو هغه ملي تجارانو,  سرمایه ګذارانو او صنعت کارانو څخه مننه کوم چې د خپل ځاني توان او زحمت ترڅنک یې د خپل مال په مصرفولو سره دې هیواد ته ژمنتیا ښودلې ده.
ځکه داخلي تولیدات د هیواد اقتصادي خود کفایي په برخه کې یو مهم ګام دی.
لکه څرنګه چې د هیواد د پرمختګ لپاره سرمایه ګذاري او صنعت ته اړتیا ده همداسې په خپل صنعت او تجارت کې ملي سټنډرډونه په پام کې او مراعات کولو ته هم اړتیا ده.
په همدې اساس موږ شپه او ورځ کار کوو تر څو په هیواد کې د لوړ کیفیت تولید کوونکي تشویق او تقدیر کړو او ستاسو په همکاری د بې کیفیته توکو تولید, پیر او پلور ته د پای ټکی کیږدو او ځانونه د هغه حدیث مصداق وګرځوو چې ( لا ضرر وضرار) مه ځان ته نقصان رسوه. یو ځل بیا پر ټولو ملي تجارانو,سرمایه ګذارانو او صنعت کارانو غږ کوم چې په خپل تجارت او صنعت کې د بې کیزفیته توکو د تورید او تولید څخه ډډه وکړئ تر څو ګران او مجاهد ولس د هر قسم ځاني او مالي ضرر څخه محفوظ وي او تر څنګ یې افغاني محصولات او تولیدات په نړیوالو بازارونو کې ارزښت پیدا کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په وزارت تجارت او صنعت په نړیوال نندارتون کې په خپلو خبرو کې وویل