د سټنډرډ ملي ادارې په ټولو ولایتي څانګو کې ژور اصلاحات راځي.

Moasaq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۰:۳۹
د سټنډرډ ملي ادارې په ټولو ولایتي څانګو کې ژور اصلاحات راځي.

پنجشنبه

۲۴/تله/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د ادارې مرستیالانو، رییسانو او یو شمېر نورو کاروکوونکو برخه درلوده.

په غونډه کې ښاغلي احمدزي و ویل چې ډېر ژر به په ټول هېواد کې د انسا دارې په ولایتي څانګو کې ژور اصلاحات راشي. د هغه په وینا د لومړیتوب له مخې به ټولې څانګې تر بشپړ کنټرول لاندې راولي او د عوایدو په برخه کې چې مخکې کومې ستونزې موجودې وې، د حل لپاره یې جدي ګام پورته کوي.

د غونډې په جریان کې د ادارې اړونده مسوولینو د تېرې یوې اونۍ د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او دغه راز د راتلونکو پلانونو په اړه یې بحث وکړ.

د دې په دوام د عوایدو په زیاتوالي بحث وشو او د معلوماتو له مخې په وروستیو کې د انسا ادارې په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د غونډې په پای کې ښاغلي احمدزي د کارکوونکو د وروستیو فعالیتونو په تړاو خوښي وښوده او د چارو په لا زیاتې چټکیا یې تاکید وکړ.

در تمامی نمایندگی های اداره ملی ستندرد در ولایت اصلاحات بنیادی میآید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې په ټولو ولایتي څانګو کې ژور اصلاحات راځي.