د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه

Moasaq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۹:۴۳
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه.

پنجشنبه

۱۰/تله/۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی ریس عزیز احمدزي په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې اړوندو رییسانو او امرینو برخه درلوده چې د خپلو وروستیو فعالیتونو راپورونه یې غونډې ته وړاندې کړل.

ښاغلي احمدزي د عوایدو پر زیاتوالي تاکید او تر څنګ یې هېواد ته د وارداتي توکو په برخه کې د شفافیت د تامین یادونه وکړه.

د هغه په وینا د عوایدو د لوړوالي او د ادارې موخو ته د رسېدو لپاره چټک کار ته اړتیا ده چې باید ترسره یې کړو.

د غونډې په جریان کې د صادراتي توکو لپاره د سرټیفکشن پر وېش بحث وشو چې په دغه برخه کې انسا اداره مسوولیت لري او د سرټیفکشن د ترویج لپاره باید له ټولو اړینو لارو کار واخیستل شي.

همدا راز د سټنډرډ د نړوالې ورځې د لمانځغونډې په تړاو بحث د غونډې یوه برخه وه او اړونده کسانو ته له مسوولیت سره سم سپارښتنې وشوې.

د دې ترڅنګ د بشپړو، نا بشپړو او راتلونکو پروژو په تړاو خبرې اترې وشوې او په دې برخه کې د مثبتو تغیراتو او د کار پر چټکیا تمرکز وشو.

د غونډې په پای کې ښاغلي احمدزي پر وخت او د غوره اجرائاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې او په وینا یې چې مونږ ژمن یو، څو خپلې دندې تر پخوا په ښه ډول ترسره او په هېواد کې واقعي ځای ته د دې ادارې د رسولو لپاره د ادارې د ټولو برخو رښتینو هڅو ته دوام ورکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي غونډه ترسره شوه