د سټنډرډ ملي ادارې دکيفې تصديق نامو د صدور رياست اړوند درې خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

waziri_admin
Sat, Nov 04 2023 11:10 AM
د سټنډرډ ملي ادارې دکيفې  تصديق نامو د صدور رياست اړوند درې خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې د کيفي تصديق نامو د صدور رياست د درې خالي بستونو په رقابتي ازموينې کې لسګونو تنو کار غوښتونکو، چې د دې بست لپاره وړ و، ګډون کړی و. په یاده پروسه کې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف(قانت)، د کيفې تصديق نامو د صدور رياست رئیس مفتي محمد (حامد) ،د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازو او د دي اداري د بشري سرچينو مسؤلینو شتون درلود.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي چارو مرستیال د پروسې د بشپړ شفافیت په اړه د ازموينې ګډونوالو ته اطمینان ورکړ او ویې ویل؛ چې د سټنډرډ ملي اداره یوه تخنیکي اداره ده، هڅه کوي خپلو موخو اهدافو ته د ښه رسيدو په مورد ژمن او صادق کسان په دندو وګماري.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې دکيفې تصديق نامو د صدور رياست اړوند درې خالي بستونو لپاره رقابتي ازموینه واخیستل شوه.