د سټنډرډ ملي ادارې د رهبري پلاوي غونډه ددې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم تر ریاست لاندې جوړه شوه

ihsan_admin
Thu, Jul 04 2024 1:35 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبري پلاوي غونډه ددې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم تر ریاست لاندې جوړه شوه

۲۷/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
د رهبري پلاوي په غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عطأالله فرید، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، رئیسانو او د اړوند برخو مسئولینو ګډون کړی و چې د غونډو په تالار کې جوړ شوې وه.
غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو باندې پيل شوه. 
پدې غونډه کې د بېلابېلو برخو کارونه او اجراآت تر ارزونې لاندې ونیول شول، د بېلابېلو ریاستونو وړاندیزونه او ستونزې واورېدل شوې او مناسبې لارې چارې د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره ورته وړاندې شوې. 
په پیل کې د غونډې د اجنډا سره سم مهم موضوعات لکه د ودانیو ملي کوډونه، د روسیې هېواد د معیاریي کولو، تصدیق او اعتبار ورکولو په نړیوال سیستم کې د غړیتوب اړوند، د سټنډرډ عالي شورا په جوړولو او دې ته ورته موضوعاتو باندې بحث او د نظرونو تبادله وشوه. 
د غونډې په دوام د مترولوژي د پروژې اړوند او د نورم په نوې لایحې هم خبرې وشوې.
د غونډې په پای کې د اړتیا وړ پریکړې وشوې او همدارنګه د کارونو د ښه پرمخ وړلو لپاره د اړوندو برخو مسئولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبري پلاوي غونډه ددې ادارې د عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم تر ریاست لاندې جوړه شوه