د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کابل د پانګونې او سوداګرۍ خونې له غړو سره وکتل

ihsan_admin
Thu, Jul 11 2024 9:19 AM
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کابل د پانګونې او سوداګرۍ خونې له غړو سره وکتل

۱۴۴۶هـ . ق ۵ محرم

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي مشر الحاج ملا فیض الله تمیم د کابل د پانګونې او سوداګرۍ خونې له غړو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او خبرې یې وکړې.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د سټنډرډ کولو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل:

موږ خپله باید خپل هېواد جوړ کړو، پردي زموږ هېواد نه جوړوي. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې موږ د اړتیا وړ سټنډرډونه لرو او په آسانه ډول سوداګرو او پانګوالو ته د لاسرسي وړ دي. هغه یادونه وکړه: « د کورنیو تولیداتو معیاري کول د هېواد د ملي اقتصاد او سوداګرۍ په پرمختګ کې مهم رول لري.

د کابل د سوداګرۍ خونې غړو د سټنډرډ ملي ادارې له کړنو او فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل: په ټول هېواد کې د امنیت له کبله له نېکمرغه دې ته لار هواره شوې ده چې هېواد تر پخوا لا زیات پرمختګ او ترقي وکړي همدارنګه د سټنډرډونو د تطبیق، د سټنډرډونو اړوند د عامه پوهاي او په هېواد کې د سټنډرډونو د رواجولو په اړه یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په پای کې دواړو لورو د لازیاتو همکاریو په دوام او د لازمې همغږي اړوند ژمنې وکړې.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کابل د پانګونې او سوداګرۍ خونې له غړو سره وکتل